ایکنانیوزد آناتولي په حواله راپور راکوي، د ترکيې د ديني چارو مشر ، علي ارباش، وويل چې د غزې او قدس مسئله يوازې د فلسطينيانو نه ده، بلکې د ټولو مسلمانانو او نړۍ پورې اړه لري.هغه دا خبرې په استانبول ښار کې د «غزې کنفرانس» په دويمې ورځ وکړې، چې د «غزه د اسلامي او انساني مسؤليت» په عنوان سره د نړئ د مسلمانو علماوو اتحادئې او د ترکيې د اسلامي علماوو د اوقافو لخوا جوړ شوی و. ارباش په خپله وينا کې وويل چې دا کنفرانس د امت اسلامي او نړۍ د يووالي او د غزې پر وړاندې د بې عدالتۍ په وړاندې د مبارزې په موخه جوړ شوی دی. هغه ټينګار وکړ چې غزه او قدس يوازې د فلسطينيانو مسئله نه ده، يوازينۍ حل لاره دا ده چې اسلامي امت سره يو موټی شي او د ظلم او نیواک پر وړاندې مبارزه وکړي. نن سبا د نړۍ په کچه مدني ټولنې، د بېلابېلو دینونو پيروان، پوهنتونوال، هنرمندان، ورزشکاران او د وجدان خاوندان د اسرائيلو د ترهه ګر رژيم پر وړاندې دريځ نيسي. ارباش باور څرګند کړ چې دا نړيوال دريځ به د ظالمانو پر وړاندې بريالی شي او ټينګار يې وکړ چې دوی به تر هغه وخته مبارزه جاري وساتي تر څو په فلسطين کې سوله ټينګه شي.د ترکيې د ديني چارو مشر وويل: تر هغه وخته چې فلسطين آزاد نه شي، هېڅ اقدام کافي نه دی. له همدې امله هره هغه دقيقه چې مونږ يوازې په خبرو يا غندنې کې تېر وو، په غزه کې يو بل بې ګناه کس د تل لپاره له مینځه ځي او هر بې پروا او غير واقعي ځواب ظالمان د نويو قتل عام لپاره زړور کوي. هغه ټينګار وکړ: کله چې اسلامي امت يو موټی شي، نو د غزې تړانګه، فلسطين، فلسطيني اسيران او د امت اسلامي ټوله جغرافيه به له سولې څخه برخمنه شي.ارباش زياته کړه: کله چې قدس، غزه او فلسطين آزاد شي، په سيمې او نړۍ کې به سوله او آرامي ټينګه شي. په پای کې به بريا د مؤمنانو وي. له خدای پاک څخه غواړو چې مونږ په خپله لار کې ثابت قدم وساتي او پر ظالمانو مو بريالی کړي.له بلې خوا، د اسلامي علماوو د اوقافومشر پروفيسور نصرالله حاجي مفتي اوغلو، وويل چې په غزې کې انسانيت سوځي او هغه قاتلان چې دا اور يې بل کړی دی بايد ودرول شي. هغه زياته کړه: اسلامي علما په دې کنفرانس کې ټول شوي څو د غزې د فلسطينيانو غږ نړۍ ته ورسوي.دا کنفرانس د جمعې په ورځ پيل شوی او تر ۲۹ اګست پورې به دوام وکړي، او د جمعې د لمانځه وروسته به د ایاصوفيه په جومات کې د پای بيانيې په قرائت سره پای ته ورسيږي .
https://iqna.ir/fa/news/4301390